نړۍ

دسوريي جمهور رييس وايي چې دځينو اشتباهاتو سبب شوى دى.

دمشق  وي  او اې باختر دتلې دمياشتې ١٥
دسوريې جمهور رييس بشارالاسد وايي چې د ده حکومت ځينې اشتباهات کړي دي .
دآلمان خپره شوې اشپيګل مجلې دسوريې دجمهور رييس له خولې ليکلي دي . چې دخپل هيواد په کورنۍ جګړه کې هيڅ  اړخ  له ملامتيا  لرې نه دى .
داسوشيتد پرس خبري آژانس خبر ورکړى دى چې دسوريې جمهور رييس په هغې مرکه کې چې پرون په اشپيګل  مجله کې خپره شوه ، دغه راز ويلې دي .چې دى ،دسولې  په خبرو کې د اپوزيسيون له وسله والو ډلو سره معتقد نه دى .
اسد د دويم ځل لپاره ټينګار وکړ چې دسوريې دولتي ځواکونه دمشق ته څيرمه  دکيمياوي بريدونو مسوول نه وو.
دى دغه راز وايي چې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې يې د دويم ځل لپاره دګډون  په باب تصميم نه دى نيولى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته