روغتیا

دافغاني سرى مياشتې دعالي ټولنې خبرتيا:

کابل – باختر دمرغومې څلورمه :
ټاکل شوې ده دآلمان دسولې دکلي ډاکتران دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې په همکارۍ دهغو ماشومانو دکتنې او تشخيص لپاره چې په هډو کو ماتوونکو او سختې سوځيدنې په ناروغيو اخته دي داځلي په شپږ شپيته کسيز ګروپ کې د١٣٩١ کال دسلواغې دمياشتې په دريمه نيټه افغانستان ته راشي.
هغو کورنيو ته چې ماشومان يې په دغو ناروغيو اخته وي او عمر يې له يوولسو کلونو څخه لوړ نه وى ،خبرورکول کيږي چې خپل ماشومان دى پا ټاکلى نيټه دپاسپورت په اندازه له لسو رنګه عکسونو او دناروغ دتابعيت د تذکرې او دناروغ دپلار دتابعت دتذکرې له کاپي او دغه راز د دوى دتذکرو له اصل سره دکابل ښار ارتل پله ته څيرمه دافغاني سرې مياشتې دعالي ټولنې په ميلمستون کې دآلمان دسولې دکلي دفتر ته ورشي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته