فرهنګ

نورستان د تاريخ په اوږدوکې، سيمينارته د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام!

کابل باختر دوږي  نولسمه :
نورستان د تاريخ په اوږدوکې، سيمينارته د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي پيغام!
دافغانستان په وروڼو قومونوکې نورستانيان زموږ غيور، زړه ور او زحمتکش  وروڼه دي چې د هيواد په ټولو ښو او بدو ورځو، ښاديو او مصيبتونو کې د خپلو هيوادوالو څنګ ته ولاړ و او دي او تل يې د هيواد له پت او نواميسو ميړنۍ دفاع کړې ده.
دنورستان ولس بډاى او لرغونى فرهنګي ميراثونه لري، دا ميراثونه په لومړي سرکې د افغاني فرهنګ په بډاينه کې خپل ځاى لري او له بلې خوا زموږ د نورستانيانو وروڼو د فرهنګي هويت  ښکارندويى کوي. موږ د خپلونورستانيو وروڼو پر فرهنګي ميراثونو وياړو. د پالنې، روزنې اوڅيړنې لپاره يې ځان مکلف بولو.
دخوښۍ ځاى دى چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نورستان دتاريخ په اوږدوکې دوه ورځنى سيمينار جوړ کړى دى او دا کار زه د نورستانيانو د ژبې، فرهنګ ، تاريخ او ټولنې د څيړلو او پاللو په لاره کې يوګټور ګام بولم.
باور دى چې دې سيمينار ته به دنورستان دسيمې او نورستانيانو دجامعې ،فرهنګي ارزښتونو ، ژبي ، ادبياتو اوفولکلور پهباب ګټوري مقالي ليکل شوي وي اوزموږ نورستاني وروڼه به د دوى له غني فرهنګ سره يوځاى ډيرښه رامعرفي کړي .
زه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو هغو ښاغلو ته کور ودانى وايم چې ددغه سيمينار په جوړولوکې ونډه اخيستې ده . ستاسې د سيمينار برى د الله تعالى له درباره غواړم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته