خبرونهاقتصادTOP

په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، فلزاتو او کاني توکو د نندارتونونو جوړولو لپاره ګډه طرحه جوړېږي

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د کابینې په ۱۵ غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، فلزاتو او کاني موادو د نندارتونونو جوړولو ګډه طرحه جوړه او د منظورۍ لپاره یې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت په مشرۍ پلاوي ته ته هم دنده سپارل شوې چې د غیرفعالو سړو خونو د بیا فعالیت لپاره د کابینې د (۱۱) مصوبې (۵) بند پرېکړې پر بنسټ د ګومارل شوي پلاوي له لوري جوړ شوی راپور مطالعه او د هغوی د موندنو، وړاندیزونو او پایلو اړوند څېړنه ترسره او خپل نظر دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې بهرنیو هېوادونو ته د صادرېدونکو ډبرو سکرو د تخلیې، بارګیرۍ، پروسس او بسته بندۍ لپاره د کارځایونو جوړېدو اړوند د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د (۱۰) ګڼه مصوبې (۳) بند له مخې د ټاکل شوي پلاوي راپور وڅېړي او په یاد راپور کې په ګوته شوې ځمکې تصفیه کړي او پایله یې د کابینې په ناسته کې شریکه کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا