کابل – باختر- دزمري شلمه :
په بلخ ولايت کې تيره شپه يوه خبريال ځان وواژه .
په حامدمقتدر مشهور سيد اسرار په مزارشريف ښار کې د خپلې استوګنې په کور کې ځان زندۍ کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
مقتدر له زياتې مودې راپديخوا ديو ازاد خبريال په توګه له مرکزي ورځپاڼو سره همکاري لرله . مقتدر پنځه ويشت کلن و او دوه ماشومان يې لرل .
ددغه خبريال خپلوان وايي چې ده له چاسره دښمني نه لرله اوښايي اقتصادي تنګسيا ددې کار زيږنده وي .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني ددغې خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل چې د پوليسو له خوا دقضيې دڅرنګوالي په باب څيړنې پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ