امنیت

دشورا ديو وکيل ساتونکي له امنيتي کسانو سره ونښتل .

کابل باختر دزمري  څوارلسمه

 دولسي جرګې ديو غړي دساتونکو او ديوې امنيتي پوستې دافرادو ترمنځ  په نښته کې نن سهار داحمد شاه بابا مينې په پروژه کې  دپوليسو يو سرتيري ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .

  يو امنيتي مسوول چې  وي  يې نه غوښتل  نوم يې واخستل شي دباختر اژانس  خبريال  ته وويل جګړه دکابل ښار په دولسمه ناحيه کې  دحسين خيلو دښوونځي په ساحه کې  هغه وخت ونښته  چې دامير جان دولت زي دسپرلۍ موټر د پوليسو ديوې پوستې دساتونکو له خوا ودرول شو او دغه دريدل  دناندرو سبب  شو او وروسته دنښتې سبب  هم شوه چې له امله يې دپوليسو يو سرتيري  ، دملي امنيت يو کارکوونکي او ددولت زي يو ساتونکي ټپيان شول .

  ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي چې دلارې په اوږدو کې  دپوليسو سرتيري مړ شو .

 پيښه  څيړل کيږي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته