ټولنه

خلک : په ښارکې سوالګرمخ په زياتيدو دي

دافغاني سري مياشتې ويندوي : په دې برخه کې بودجه تمديد نه شوه

١-کابل باختردزمري دمياشتې ١ :

ځينې کابل ښاريان په ښارکې دسوالګرودورځ په ورڅ زياتيدونکي شتون دستونزې له امله شکايت لري .

 دوي وايې چې دکابل ښار پلي لارې اوآن مرکزي واټونه دسوالګرو دشتون شاهدان دي  اوپه هرو څومتري واټن کې يوه ښځه اويا نارينه ناست دي  او دسوالګري لاس اوږدوي  اودنغدي مرستي غوښتنه کوي .

له بلي خوا هم ځينې ښځې له ماشومانو څخه په استفادي سره په سوالګري لاس پورې کوي ، ځينې ښاريان له اړوندو دولتي ادارو څخه غوښتنه کوي چې دسوالګرو حالت ته پاملرنه وکړي  او هغوي راټول کړي اوپه يو ځاى کې دي ځاى پرځاى او اعاشه اواباطه کړي .

مسعوده چې ځان ديوې دولتي اداري کارکوونکي بولي دباختراژانس خبريال ته وويل چې زياتره پاکستاني کورنۍ په ښارکې په سوالګري لاس پورې کوي.

دي وويل  چې ځينې دغه کورنۍ آن په پښتو اودري ژبو خبري نه شي کولاي او په خپلي سيمه ييزي ژبي چې زموږ خلکوته په بشپړه توګه ناپيژندلي ده خبري کوي.

دکابل ښاراوسيدونکى احمدفواد باختراژانس ته وويل  هره ورځ ددغو سوالګرو ظاهري حالت ته چې وينم ، ناراحته کيږم  اودترحم له مخې يو يا دوو تنو ته يې پنځه اويا لس افغاني ورکوم. خو ځينې يي په تيره بيا ښځې کله چې له پليو لارو څخه تيريږي  لاس اچوي اوله جامو اوياله پښو څخه سړي نيسي او دومره ټينګار کوي چې دي ته اړکيږي چې پيسي ورته ورکړي .

احمدفواد زياته کړه  چې پخوا سوالګر له ښارڅخه راټوليدل اودمسکينانو داستوګنې په خونو کې ساتل کيدل.

ده له اړوندو دولتي ادارو څخه وغوښتل چې دهغوي په راټولولو اقدام وکړي.

له بلي خوا  ځينې ښځې اوماشومان او آن معيوب نارينه په عمومي واټونو کې په داسي ډول  ناست وي  اوپه سوالګري لاس پورې کوي چې دليږدونکو وسايطو دبهير دبنديدو سبب کيږي که چيري موټر چلوونکي دقت ونه کړي سلامتيا يې له خطرسره مخامخه کيږي .

 دټکسي موټر چلوونکى محمداسلم دباخترا ژانس خبريال ته وويل  چې دليږدونکو وسايطو د ګڼې ګوڼې ترڅنګ ددغو سوالګرو شتون موټر چلوونکو ته سرخوږي پيدا کړي دي.

ده وويل  ددغوسوالګرو ځينې ماشومان  موټرو ته ځغلي  اوتل دمرستي غوښتنه کوي .اودغه حالت موټرچلوونکو ته يوه انديښنه پيداکړي ده.

يومعيوب سړى چې دشهيدعبدالحق څلور لارې ته په غزيدلي واټ کې په سوالګري لاس پورې کوي باخترا ژانس ته وويل  چې په واټونوکې يې کاراوبار ښه دي  دپليو لارو په نسبت . ځکه  دپيسو خاوندکسان په خپلو لکسو موټرونو له دغو واټونو تيريږي او ښي پيسي ورته ورکوي .

دباختراژانس خبريال وغوښتل  چې دموټر چلوونکو دغه ستونزه دکابل له ترافيکو سره شريکه کړي اوپه تيلفوني اړيکه کې په دې بريالي شو چې دواټ د ترافيکو دڅارنې له قوماندان سمونوال نصير سره خبرې وکړې .

ده وويل دواټ ترافيک  له واټونو څخه دسوالګرو دراټولولو مسووليت نه لري اودغه راز قانون هم اجازه نه ورکوي چې  په دې برخه کې له زور څخه کار واخلو.

ده وويل   چې دترافيکوپوليس له څو تنو اشخاصو څخه  چې په واټونو کې په سوالګري لاس پورې کوي  په وار وار غوښتي دي چې له واټونو څخه لري شي خو دوي دترافيکو لارښوونې ته پاملرنه نه کوي  اودغه مسووليت دپوليسو په ځواکونو او دمرستون په مسوولينوپورې اړه پيداکوي .

ځينې ښاريان وايې چې په ښارکې سوالګر ډول ډول  دي يو شمير هغه سوالګر دي  چي معلول اومعيوب  دي خو يو شمير نورکسان هم شته چې حرفوي  سوالګردي .

دخيرخاني مينې اوسيدونکى فروزان دباختراژانس خبريال ته وويل چې بډايو اومجبورو سوالګرو ته په پاملرني سره هغه کسان چې په حرفوي ډول  په سوالګري لاس پورې کوي زيات دي .

ده وويل  دسوالګروترمنځ مستحق اونامستحق کسان په ښه توګه تفکيک کيداي شي  ځکه هغه کسان چې لاسونه اوپيښې نه لري اويا معلول دي  اويا بوډاګان او بيوزلي  دي بايد مرسته ورسره وشي .

دولت دهغوي په وړاندې مشخص مسووليت لري چې بايددهغوي ملاتړ وکړي. يعني په مناسب ځاى کې ورته کور ورکړاي شي  اواعاشه شي   اوخلک دي هم بايد دخپل توان په چوکاټ کې  له هغوي سره مرسته وکړي.

خو هغه اشخاص اوکسان چې په حرفوي ډول په سوالګري لاس پورې کوي بايد هغوي ته اجازه ورنه کړاي شي چې دهيواد په پايتخت کې ټولنيز حالت  ګډوډکړي .

فروزان دشهيدانو، معلولينو اودټولنيزو چارو وزارت ،  دافغاني سري مياشتې  اودنورو خيريه مرکزونو له مسوولينو څخه وغوښتل  چې دمحتاجوسوالګرو دراټولولو  اوملاتړ په برخه کې په کار لاس پورې کړي  اودښار بڼه دي له دغه حالت څخه په مثبت ډول بدله کړي.

دشهيدانو، معلولينو کاراوټولنيزو چارو وزارت  دټولنيزو کارکوونکو مسوول سردار محمدسلطان باختراژانس ته وويل  چې دهيواد دجمهوررييس له حکم سره سم د  ١٣٨٨  کال څخه دکميسيون يو هيئت چې ددولتي او غيردولتي ادارو  استازي پکي شامل وو،  دکورنيو چارو وزارت په مرسته له ښار څخه دسوالګرو په راټولولو پيل وکړ  اوددغه پروګرام له مخې څه دپاسه درې زره تنه چې په کابل ښارکې يي په سوالګري لاس پورې کاوه راټول کړل  اودشهيدانو ، معلولينو کاراوټولنيزو چارو وزارت په ملاتړيز مرکزونو کې دماشومانو له تفکيک وروسته  سپين ږيري  او مرستي ته مستحق کسان په مرستون کې ساتل کيږي اوبهرني اتباع  له پولي څخه شړل کيدل  اودغه پروګرام ترلس مياشتې مخکې پورې هم دوام درلود خو دبودجي دکمښت په نسبت دافغاني سري مياشتې په ټولنه کې دسوالګرو دراټولولو کار وځنډول شو.

په همدي حال کې دافغاني سري مياشتې دټولنې ويندوى وليد اکبر سروري  وايي  چې دښارسوالګرو ته دپاملرني په لاره کې  ، دهيواد دجمهوررييس له حکم سره سم  په ١٣٨٨ کال کې دجمهوررييس ددويم معاونيت په مشرۍ  اوددغي ټولنې په سکرتريت  پنځلسو دولتي  اوغيردولتي ادارو ته دنده وسپارل شوه  چې تريوې موده پورې  اړوندو ادارو دسوالګرو دراټولولو ، ځاى پرځاى کولو اوملاتړ په برخه کې فعاله ونډه واخيسته  خو ددوو کلونو له تيريدو وروسته هغه بودجه  چي په دي برخه کې ورکول کيده  بنده شوه او دغو ادارو هم خپله همکاري بنده کړه .

سروري څرگنده کړه  چي پاکستاني سوالګر بيرته په کابل کې ددغه هيواد سفارت ته سپارل کيدل خو ديوځل بيا دپاکستان سفارت ددغه هيواد دسوالګرو له تسليمي  څخه ډډه وکړه .

ده وويل  چې  په اوس وخت کې په ښارکې دسوالګرو  دراټولولو لپاره کار ځنډيدلي دي.

په هر صورت  خلک  له دولتي مسوولينو څخه ددې غوښتنه کوي چې بيا دي دسوالګرو حالت ته اوهم هغو ستونزو ته چې دوي په ښارکي پيداکړي دي پاملرنه وکړي  او داساسي اوبنسټيز حل لاري چارې دي ولټوي اوپيداکړي اوپه دې برخه کي دي عملي اقدامات وکړي چي  له ستونزو او مشکلاتو پرته اوپه پتمنه توګه هغوکسانو ته دژوندانه  زمينه برابره شي چي دمجبوريت له مخې خلکو ته دسوالګري لاس غزوي او هم هغو کسانو اويا ډلو ته چې په حرفوي ډول په سوالګري لاس پورې کوي نور مجال ورنه کړا شي  . بايد دچارو مسوولين په دې اړوند په پلمو لاس پوري نه کړي اوبايد په دي اړوند په ترحم او  زړه سوي سره چلند وکړي او دغه ستره ټولنيزه ستونزه بايدڅه ناڅه  دهيواد په پايتخت کې چې  زموږ دهيواد هينداره ده لري کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته