کابل باختر دتلې دمياشتې ١٩ :
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري چې د یو رسمي سفر لپاره کابل ته راغلی دی، نن ماښام یې د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په پام کې ده چې جمهوررئیس حامدکرزی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي موافقه لیک په اړه چې تراوسه پورې نهایي شوی نه دی، نن شپه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ