ټولنه

له پېښو سره دمبارزې دولتي عالي کمېسيون غونډه وکړه .

کابل / دتلې ١٥مه /باختر :
په راروان  ژمي کې له احتمالي  پېښو سره دمبارزې په خاطر تيارى  نن داجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  په مشرۍ له پېښو سره دمبارزې ددولتي عالي کمېسيون  په غونډه کې وڅيړل شو .
باختراژانس ته دپېښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزارت د مطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې، دغونډې په پيل کې دپېښو دڅيړنوپه چارو کې ددولت وزير نجيب اقا فهيم په روان کال کې  داورښت لوړې کچې ته په اشارې سره وويل چې په هېواد کې  دوروستيو اورښتونوله امله پنځه تنه شهيدان  او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي او هم بزګرانو ته دمالي تاوانونو سبب شوي دي .
  په ننګرهار او دکابل په شاوخوا ولسواليو کې  په څو تېرو ورځو کې له اورښتونو وروسته  دکابل جلال اباد لويه لاره او دکابل باميانو واټ وتړل شول چې دملي دفاع او دترانسپورت له وزارتونوسره په همکارۍ  کې پاک او دغه تګلوري بيا دترافيکو پرمخ پرانستل شول .
دپېښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزير وويل: دژمي په فصل کې داحتمالي  پېښو دڅيړنې پلان ترتيب شوى دى چې دهغه له مخې   ١٠٧ولسوالۍ او  ٣١٣ کلي دطبيعي پېښو  له لوړګواښ سره مخامخ دي .
فهيم زياته کړه چې دژمي دفصل دپېښو دڅيړنې په مقصد ٣٠ ميليونه ډالره اټکل شوي دي په داسې حال کې چې دغه وزارت  ٢٦ ميليونه ډالره بودجه لري
په همدې حال کې دملګروملتو دسازمان دبشري مرستو دهمغږى  ددفتر (اوچا) استازي وويل چې دغه بنسټ زيانمنو کورنيو ته درسيدګي ستراتيژي  تدوين کړې ده  اړو کسانو ته دهغوى له غوښتنو سره سم روغتيايي  خدمتونه  دڅښاک داوبو او دخوړو برابرول  به ترسره شي .
په پاى کې اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دپېښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزارت دطرحو او پروګرامونو له اوريدو وروسته دماليې او ترانسپورت وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې له افتونو او طبيعي  پېښو سره دمبارزې په برخه کې دپېښو دڅيړنې په چارو کې  ددولت له وزارت سره همکاري وکړي .
دهېواد اجراييه رييس وويل  چې اړوندبنسټونه دې بايد ډېر ژر خپل کار پيل کړي  اودطبيعي پېښو درامنځته کېدو دمخنيوي  په برخه کې په کار لاس پورې کړي .
دهېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله زياته کړه چې دپېښو د څيړنې په چاروکې ددولت وزارت داړتياوړ بودجه ددغې ادارې په واک کې ورکول  کېږي او ويې ويل چې په پروګرامونو اوچلندونوکې بايد دټولوورانکارو پېښو  اټکل وکړو . اجراييه رييس دپېښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزارت ته لارښوونه وکړه چې دماليې او ترانسپورت وزارتونودمسوولانو  په ګډون غونډه جوړه کړي چې زيانمنونکو  سيمو ته درسيدګي په برخه کې سملاسي اقدامات ترسره شي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته