امنیت

په لوګر کې د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۵ مه
د لوګر د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولايت د مرکز او د ازرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند څارمن شاپور احمدزي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه له افغان ځواکونو سره په نښتو او د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته