ټولنه

په بې ځايه شويو کورنيو دمرستو دويشلو بهير دوام لري.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٣
په کندز ولايت کې د وروستيو جګړو له امله له يو سلو ديرشو بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرستې د تيرو مرستو په لړ کې له جګړه ځپلو کورنيو سره ترسره شوې دي .
ويل کيږي دغه مرستې دعربي هيوادونو دسرې مياشتې دخيريه موسسې له خوا برابرې شوې دي .
ددغې موسسې مسوول سيد علم سديد دباختر اژانس خبريال ته خبر ورکړ په دغو مرستو کې وريجې ، اوړه ، لوبيا او غوړي شته چې په هرې کورنۍ يوه بورۍ اوړه يوه بورۍ وريجې ،پنځه کيلو غوړي او پنځه کيلو لوبيا وويشل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې : دغه مرستې په نورودرې زره بې ځايه شويو کورنيو هم ويشل کيږي .
ديادونې وړ ده چې په کندز کې د وروستيو جګړو له امله څه دپاسه دوه زره کورنۍ له خپلو اصلي سيمو څخه بې ځايه او په امنو سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي .
که څه هم د دوى په سيمو کې امنيتي حالت ښه شوى دى خو بې ځايه شوي کورنۍ زياتو مرستو ته اړتيا لري. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته