روغتیا

ډاکترانو دغور په روغتيايي مرکزونو کې له ستونزو سره مخامخ دي .

کابل باختر د چنګاښ  دريمه :
په غورولايت کې دروغتيايي مرکزونو يوشمير ډاکترانو او کارکوونکو دمعياري ودانيو او داړتياوو دنورو امکاناتو د نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي .
دغور ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر  جمعه ګل يعقوبي  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په غور ولايت کې زياتره روغتيايي مرکزونه معياري ودانۍ نه لري اړوندو ډاکترانو او کارکوونکو دودانيو او دنورو امکاناتو دنشتوالي له  ستونزو سره  مخامخ دي .
ډاکتر يعقوبي  زياته کړه  هغه کلينيکونه چې دغور ولايت په يوشمير  ولسواليو کې بسترونه لري ناروغانو ته کافي نه دي اوله مسوولانوڅخه دمعياري ودانيو دجوړولو او داړو توکو دتجهيزاتو دبرابرولو غوښتنه وکړه .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته