نړۍ

يوه پناه غوښتوونکې افغان ميرمن په سويډن کې ووژله شوه

ستکهلم بي بي سي  باختر دچنګاښ د مياشتې ٨ :
يوه ٢٢ کلنه افغان ميرمن چې له خپل ميړه او درې کلن ماشوم سره يې په سويډن کې د پناه غوښتوونکو په کمپ کې  ژوند کاوه ، د يکشنبې په ورځ ووژله شوه.
د سويډن د يونشوپينګ ولايت پوليسو ددغې ميرمنې دوژل کيدو په اړوند يو  ٢٥ کلن افغان نيولى دى .
سويډنۍ خپرونې اکسپريسن ليکلي دي چې دغه پناه غوښتوونکې افغان ميرمن  د خپل ميړه له خوا زندۍ کړاى شوې ده .  خو پوليسو تراوسه پورې د دغې وژنې د څرنګوالي په باره کې جزئيات نه دې وړاندې کړي.
هغو پناه غوښتونکو چې په همدې کمپ کې شپې سبا کوي ويلي دي چې د يکشنبې د ورځې په سهار يې له خپل ميړه سره د تورن د ناندرو او دعوا غږ اوريدلى دى.
يوه له دغو پناه غوښتوونکوڅخه بي بي سي ته وويل چې ده څو ځلې له متهم سره  د فوټبال لوبه کړې وه او هغه يې يو آرام او ښه سړى پيدا کړى و.
د ده د څرګندونوله مخې: د دغې ميرمنې او ميړه ترمنځ ناندرۍ د حجاب د رعايتولو په باب  پيل شوې وې.
د سويډن پوليس وايي چې د دغې ميرمنې مړى د اصلي علت د روښانه کيدو په     موخه عدلي طب ته ليږدول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته