امنیت

نولس تنه داعشيان ووژل شول .

کابل باختر مرغومي  اوولسمه :
  په ننګرهار ولايت کې دشاهين -٢٠  چانيزو عملياتو په دوام کې نولس تنه داعشيان ووژل شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات چې دملي اردو ، ملي پوليسو  او ملي امنيت په ګډون  پرون دننګرهار  دپچير او اګام په ولسوالۍ کې دداعشيانو دتروريستي  ډلې دځپلو په موخه ترسره شول  دداعش دډلې  نولس تنه غړي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې  امنيتي او دفاعي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته