سیاست

د پیسو نړیوال صندوق اجرئیوي رييس په یوه پیغام کې جمهورريیس غني ته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د بیاځلي بریا مبارکي ویلې ده

کابل/ د کب ٢٩ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني ته د جمهور ريیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د پیسو نړیوال صندوق د اجرائیوي ريیس جعفر مجرد د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی.
د جعفر مجرد په دغه لیک کې راغلي دي: غواړم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس په توګه ستاسې د بیا انتخابېدو په مناسبت د خپلې خالصانه مبارکۍ مراتب څرګند کړم.
په دغه پیغام کې راغلي دي: هیله لرم چې تاسې او ستاسې حکومت به پر ستونزو بریالي شئ، همداراز به د پایداره سولې او خپلو خلکو د هوساینې سخته لار په بریاليتوب سره ووهئ.
په همدې ترتیب هغه لیکي: افغانستان او د پیسو نړیوال صندوق د نږدې همکارۍ اوږدمهاله تاریخ لري چې څرګنده بېلګه یې د تېر کال په دسمبر میاشت کې د اعتباري اسانتیاوو یا ECF تمدید و.
د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي ريیس لیکلي دي: اجازه راکړئ د عالي مناسباتو د ایجاد او د هر اړخیزې پراختیا، اقتصادي ثبات د پیاوړتیا او حکومتوالۍ په برخو کې د اصلاحاتو په خاطر ستاسې له هڅو د ملاتړ په خاطر د پیسو نړیوال صندوق ژمنتیا یو ځل بیا څرګنده کړم.
هغه زیاتوي: دغو موخو ته د رسېدو په خاطر د پیسو نړیوال صندوق له افغانستان سره د هغو ترتیباتو په شمول چې افغان حکومت یې لېواله دی، کار کولو ته سترګې په لار دی.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته