خبرونهامنیت

په تخار، بلخ او لوګر کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د تلې ۶ مه، باختر

د تخار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه د یوې پيغلې نجلۍ د پلور په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافي باختر آژانس ته وویل چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې د بلخ د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.

په همدې حال کې د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې څلور تنه د غلا په تور نیول شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد الله انس وايي چې د نیول شویو کسانو دوسیې به ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جنايي پېښو ګراف راټیټ شوی دی.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا