امنیت

په ننګرهارکې د صاعقه حصارک په نامه عمليات پاى ته ورسيدل

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١ :
په ننګرهار ولايت کې د صاعقه حصارک په نامه چاڼيزعمليات پاى ته ورسيدل.
د ملي دفاع وزارت د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي: دغه عمليات چې د ننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتوکې پيل شوي و، د دغې ولسوالۍ ټولې ساحې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي او د تروريستانو ټولې ځالې يې له منځه وړي دي.
په دغو عملياتوکې د وسله والو مخالفينو د قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون په لسګونو تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه ډول ډول وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او د حصارک ولسوالۍ  په تګلوري کې د وسايطو ضد په لسګونو ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا ښخ کړاى شوي و، کشف او شنډکړاى شوي دي.
دغه راز د دغو عملياتوپه پاى کې د حصارک ولسوالۍ د امنيت د تامينولو په خاطر د امنيتي ځواکونو له خوا نوي امنيتې پوستې جوړى شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته