ټولنه

دتلې دمياشتې لومړۍ نيټه دچارشنبې ورځ دعرفې له ورځې سره برابره ده .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
دروان کال د تلې دمياشتې لومړى نيټه دچارشنبې ورځ دعرفې له ورځې سره  او دتلې دمياشتې  دويمه نيټه دپنجشنبې ورځ دنيکمرغه  لوى اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده .
باختراژانس دسعودي عربستان درسنيو له خولې خبر راکړ چې ددوشنبې ورځ د ذوالفعدة  الحرام ديرشمه  او دسه شنبې ورځ د ذوالحجته  الحرام لومړۍ ورځ  دوږي دمياشتې له ٢٤ نيټې سره  برابره ده او له همدې امله دروان کال دتلې دمياشتې لومړى نيټه دچارشنبې ورځ  دعرفې  له ورځې سره او دتلې دمياشتې دويمه  دپنجشنبې ورځ دنيکمرغه  لوى اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده .
دافغانستان په ګډون زياتره اسلامي هيوادونه دسعودي عربستان په حساب داخترونو ورځې نمانځي او روژه نيسي خو دپاکستان او ايران په ګډون ځينې نور هيوادونه دمياشتې دليدنې  دخپلو کميټو له خوا دنوى مياشتې په ليدلو سره مذهبي ورځې نمانځي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته