۱۰۰ ورځې

دولايتي شوراګانو دانتخاباتو لومړني نتيجې اعلام شوې .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا رييس نن په يوه خبري غونډه کې دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دلومړنيو نتيجو داعلام  خبر ورکړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  په دې غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددارالانشا  رييس ضيا الحق امر خيل وويل دولايتي شوراګانو د انتخاباتو دلومړنيو نتيجو په باب زيات معلومات ددغه کميسيون دويب سايټ له لارې ترلاسه کيداي شي .
ده وويل دانتخاباتي جدول له مخې ټاکل شوې وه  دولايتي شوراګانو د انتخاباتو لومړني نتيجې  دثور دمياشتې  په اووه ويشتمه نيټه اعلام شوى واي .  خو په دغه بهير کې  دشفافيت دتامينولو او دزيات دقت  په دليل دنتيجو اعلامول دوه درې ورځې وځنډيدل  .
امر خيل په دې غونډه کې دمدني ټولنې له بنسټونو اړوندو موسسو  قومي مشرانو اومخورو څخه وغوښتل .  چې دانتخاباتو ددويم پړاو دبهير په باب دمعلوماتو دورکولو په برخه کې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون سره  مرسته اوهمکاري وکړي
ولايتي شوراګانو ته نږدې دوه زره اووه سوه تنه نوماند شوي دي او ټاکل شوې وه وروستي نتيجې يې دروان کال دغبرګولي دمياشتې په اوولسمه نيټه اعلا م شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته