سیاست

تبصره

کابل باختر دوږي  پنځمه :
په افغانستان کې دتپل شوي جګړې پيچلتيا  کولاى شو په هغو غونډو کې چې په بېلابېلو هيوادونوکې دسولې په پلمه جوړيږي درک کړو
دباختراژانس سياسي  مبصر ليکي  دافغانستان په باب دسولې غونډې او خبرې به هغه وخت نتنيجه ورکړي  چې له سياسي تړلتيا  پرته اوپه بې پرې  ډول په  هېواد کې دسولې دتامينولو په محور تمرکز وشي او رښتيني او دافغانستان  دخلکو په ارادې ولاړه سوله له دغو غونډو څخه  رامنځته شي
دافغانستان خلک کلونه کلونه کېږي   چې په بېلابېلو هېوادونوکې دزياتو درې ګونو اوڅلور ګونو غونډو دجوړولو شاهدان دي ملي او نړيوالې  غونډې دجګړې دغوټي دپرانستلو لپاره  جوړې  شوې خو نتيجه يې ورنه کړه  خو هغه څه چې ددغې ستونزې دموندلو لپاره محاسبه کېږي دکابل بهير دى دافغانستان  دولت په دې غونډه کې له مخالفينو سره دمخامخو خبرو غوښتنه وکړه په دې باور چې که چيرې وکولاى شي دستونزې يوه برخه دستونزې حل ته راوبولي خو له هغه وروسته زيات هېوادونه له طالبانو سره مستقيمو خبرو ته شامل شول  دغه  مسئله له دوو اړخونو  څخه دتامل وړ ده .  يو داچې دافغانستان دولت دسولې دتفکر درواجولو او دبنسټپالنې دمخنيوي په خاطر  زياتې هلې ځلې کړي دي چې يولړ برياليتوبونه  يې هم ترلاسه کړي دي اوبله داچې هغه هېوادونه چې په يو ډول نه يو ډول دافغانستان په مسئله کې شامل دي له رامنځته شوي فرصت څخه په خپله  ګټه استفاده وکړي  .
دغه مسئله په څرګند ډول دافغانستان دجګړې پيچلتيا  نندارې ته وړاندې کوي او ددغې سيمه ئيزې ستونزې بېلابېل اړخونه  په ډاګه کوي
په همدې دليل دافغانستان دولت بايد په دې پوه شي چې دجګړې دوام دسيمه ئيزو لوبغاړو په ګټه ده دافغانستان خلک بايد په دې پوه شي که چيرې خپله وغواړي کولاي شي په هېواد کې رښتيني سوله تامين کړي او داهغه وخت رامنځه کيداي شي چې ټول له قومي ، ژبنيو ، تنظيمي ، سياسي  او نورو ګټو څخه تير شي او يواځې  دافغانستان اودهغه دخلکو په خاطر فکر وکړي او هېواد دسترو سيمه ئيزو لوبغاړو له شره خلاص کړي .
  زياتره  خلک دزياتوغونډو جوړول دستونزې دحل کولو لاره نه بولي بلکې طرحه کوي چې ښايي ددغو سيمه ئيزو سياليو  په ډګر کې مخالفتونه اوموافقې زياتې کړي په داسې حال کې چې سياسي مخالفتونه دائتلافونو جوړول او دپولو ټاکل اوسياسي او ټولنيزې ډلبندى دژورو درز ښکارندوي دى چې نه پريږدي خلک هدفمندي سولې  ته ورسيږي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته