سیاست

د مولانا فضل الرحمن د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د علماؤ دريځ

کابل باختر دوري دمياشتې ١٤ :               
مولانا فضل الرحمن څو ورځې وړاندې په يو کانفرانس کې د افغانستان په اړه يو لړ څرګندونې کړي  دا لومړی ځل نه دی چې هغه داسې زهرجنې او له حقيقت څخه لرې خبرې کوي اوخپل ددښمنۍ نه ډک موقف د افغانستان د مسلمان او مجاهد ملت په وړاندې په  ډاګه کوي.
نوموړی کوم ديني او علمي حيثيت او اعتبار نلري بلکې د يوه بې ثباته سياستوال په توګه د خپل سياسي ژوند په اوږدو کې يې څو، څو ځله د خپلو شخصي ګټو په خاطر خپل موقف بدل کړی او دافغانستان مسلمان ملت پر ضد يې منفي تبلیغات کړي دي، په داسې حال کې چې دافغانستان ملت ۹۹،۹۹سلنه مسلمان، ټول تاريخ يې د جهاد او مجاهدت په زرينو وړانګو سپيڅلی، اساسي قانون يې اسلامي، ديني شعاير په پوره ازادۍ پکې عملي کېږي او په محاکمو کې يې فيصلې د اسلام د سپيڅلي دين سره سمې ترسره کېږي.
په کوم هېواد کې چې فضل الرحمن ژوند کوي د محکمو فيصلې يې د انګريزي آيين پر اساس صادرېږي او د بهرنيانو تسلط او نفوذ پرې دومره زيات دی چې هر څه وغواړي په ازاده توګه يې ترسره کوي.
فضل الرحمن وايي ترڅو پورې چې په افغانستان کې د بهرنيانو شتون وي هلته به جنګ روان وي ځکه چې د طالبانو حکومت يې نسکور کړی.
مونږ د فضل الرحمن څخه پوښتنه کوو چې طالبانو خو په هېواد کې د خارجيانو له شتون څخه مخکې جنګ شروع کړی وو، چې هغه وخت په افغانستان کې يوه خارجي هم  وجود نه درلود.
همدا راز پوښتنه کوو چې امريکا د طالبانو حکومت له کوم ځای نه  وواهه؟ آيا پاکستان په خپله خاوره کې امريکا ته د پنځه سوه ميليونو ډالرو په مقابل کې       اته پوځي هډې ور نکړې ؟  نو په هغه وخت کې فضل الرحمن او د ده په څېر استخباراتي او فرمايشي مفتيان چيرته وو؟  آيا پرويز مشرف په هغه وخت کې ونه ويل چې موږ دوه لارې په مخ کې لرو يا به د طالبانو حکومت ژغورو او يا پاکستان، نو مونږ ته د پاکستان ژغورل ضروري دي او بيا يې دا شعار هم ورکړ چې( سب  سے پہلے پاکستان) پاکستان له هرڅه مخکې يعنې له الله (ج )   او رسول الله صلی الله عليه وسلم او اسلام نه مخکې، چې دا شعار هم د فضل الرحمن دی او هم د پاکستاني حکومت او آيا ددې جنګ په دوران کې پاکستان د طالبانو او داعش د ځپلو په پلمه په ميلياردونو ډالر له امريکا وا نه خيستل؟ چې منافقانه او دوه مخې سياست يې په مخ کې نيولی او فضل الرحمن پاکستاني طالبان سياست او افغاني طالبان جنګ ته هڅوي نو ولې په پاکستان کې د جهاد فتوا نه ورکوي؟
په هر حال، که فضل الرحمن د افغانستان د روان حالت په اړه په رښتيا سره کومه شرعي فيصله غواړي نو د پاکستان واقعي او له خدایه ويريدونکي علماء دې د اسلامي نړۍ د مشهورو او جيدو علماوو په ګډون د افغانستان د علماوو سره په يوه علمي مناقشه کې ګډون وکړي ترڅو؛ د کتاب الله او سنت د احکامو مطابق شرعي حيثيت په ډاګه شي.
د افغانستان علماء د فضل الرحمن دغه غير مسوولانه خبرې په کلکه غندي، او هغه سياسي او استخباراتي فرمايشات ګڼي چې هيڅ ډول علمي او شرعي ارزښت او اعتبار نلري، دا ځکه چې فضل الرحمن په مساجدو، مدارسو، ښوونځيو، لويو لارو او روغتونونو کې انتحار او انفجار جهاد ګڼي، کټ مټ د خوارجو او تکفيري ډلو د وحشيانه عملونو په څېر چې خوشبختانه د مصر الازهر شريف علماوو د سردار محمد داؤود خان پر روغتون وروستی وحشيانه بريد د يوې اعلاميي په صادرولو محکوم او وغانده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته