کابل باخترلړم د مياشتې ٣٠ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات نن د هېواد د ختيځو ولايتونو د رضاکارو ځوانانو پنځه تنه استازي وستايل .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د ځوانانو د چارو معين په کابل کې د ختيځو ولايتونو د ځوانانو له استازوسره په کتنه کې له هغوځوانانو څخه چې په بېلابېلو برخوکې يې د رضاکارانه فعاليتونو په لاره کې دځوانانو د ظرفيت جوړولو په خاطر هلې ځلې کړې دي؛ قدرداني وکړه او په اړوندو ولايتونوکې په رضاکارانه فعاليتونوکې د دوى د زياتې ونډې اخيستنې په خاطر د ځوانانو د چارو معينيت د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز دغو ځوانانو په خپلو اړوندو ولايتونوکې د ځوانانو د ستونزو په باب معلومات ورکړل او د ځونانو دچارو له معين څخه يې وغوښتل چې د دوى د ستونزو څيړنې ته پاملرنه وکړي.
د ځوانانو د چارو معين د دې ترڅنګ چې په بېلابېلو برخوکې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله؛ د دوى د ستونزو د لرې کولو ډاډ يې ورکړ.
دغه راز ده پنځو تنو مستحقو او غوره ځوانانو ته د ځوانانوچارو د معينيت ستاين ليکونه ورکړل.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل