نړۍ

امريکا او کيوبا دسفارتونو پرانستل اعلاموي

واشنګتن بي بي سي باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٠ :
امريکا او  کيوبا به نن ديوبل په پايتختونو کې دخپلو سفارتونو  پرانستل اعلام
کړي  چې  له  ١٩٦١  کال را په دې  خوا به ددواړو هېوادونو دديپلوماتيکي
اړيکو دبيا پيلولو په لاره کې  يو مهم ګام وي.
ددواړو هېوادونو اړيکې د  ١٩٦٠ لسيزې په لومړيو وختو کې وشليدې  چې په کيوبا دامريکا  مهمو تجارتي بنديزونو له عملي کولو سره جوخت و .
دغه بنديزونه  د ١٩٦١ کال په انقلاب کې دفيدل کارسترو په مشرۍ  دسوسيالستي دولت درامنځته کيدو  پرخلاف غبرګون و .   خو امريکااو کيوبا د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې  داړيکوله عادي کولوسره موافقه وکړه.
له   ١٩٧٧ کال را په دې خوا امريکا او کيوبا ديوبل په پايتختونو کې دګټو دساتنې دفترونه لري چې دسويس تر حقوقي ساتنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته