کابل باختر دغبرګولي پنځمه :
په جوزجان کې په يوسلو اتو بې ځايه شويو کورنيو نن مرستې وويشل شوې .
دجوزجان ولايت دمهاجرينو او راستنيدونکو دچارو رييس عبدالمالک رستمي باختراژانس ته وويل دغه مرستې چې خوراکي توکي ،شړۍ ، دپخلنځي لوښې ، ترپالونه او دکورنيو روغتيايي انډي پکې شته .
په هغو بې ځايه شويو کورنيو چې دفارياب ولايت دبلچراغ ، المار ، قيصار اوشيرين تګاب له ولسواليو څخه بې ځايه شوي دي اودشبرغان په ښارکې يې استوګنه غوره کړې ده وويشل شوې .
ويل کېږي چې دغه مرستې له ماشومانو سره دملاتړ ددفتر او ديو- ان- اچ- سي -ار يا دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان ددفتر له خوا په جوزجان کې دمهاجرينو او راستنيدونکو دچارو دادارې په واک کې ورکړى شوې وې .
ختم_ عطاالله_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل