امنیت

دحقاني شبکې يو قوماندان دپکتيا په زرمله کې ونيول شو .

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣٠
دحقاني دتروريستي شبکې شل کسيزه قوماندان په پکتيا کې ونيول شو.
دباختر آژانس دخبرله مخې په خيبر مشهور سيد رحمن چې د حقاني د تروريستي شبکې دشل کسيزې ډلې قوماندان دى دپکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شو.
ده اعتراف کړى دى چې په پکتيا ولايت کې يې دچاودنو ، او د دولتي او دقومى مخورو دترور په ګډون دحقاني دشبکې دورانکارو او تروريستي فعاليتونو پرمخبيولو مسووليت په غاړه درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته