روغتیا

دپکتيا په جاني خيلو کې يو روغتون جوړېږي .

کابل / دلېندۍ ١٣مه / باختر :
دپکتيا په جاني خيلو ولسوالۍ کې ديوه روغتون دجوړولو کار پيل شو .
دغه روغتون دشلو بسترو په ظرفيت جوړېږي چې داخلي ، جراحي او نسايي  او ولادي څانګې به ولري
دپکتيا والي شميم کټوازۍ دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه روغتون دايتاميليونو افغانيو په لګښت په يوکال کې ددولت له بودجې څخه جوړېږي . دعامې روغتيا وزارت ټاکل شوې ده دغه روغتون  دډيرې  پرمختللي طبي وسايلو ، ډاکترانو ،روغتيا پالې ښځيې او نارينه دروغتيايي خدمتونو لپاره سمبال کړي .
داپه داسې حال کې ده چې همدا اوس دپکتيا دجاني خيلو ولسوالۍ اوسيدونکي دروغتيايي مرکزونودکموالي  او هم دکيفيت دنه ښه والي په دليل دروغتيايي خدمتونو  په وړاندې کولو کې په دې اړ دي  چې خپل ناروغان دسختو لارو په وهلو سره دښار روغتونونو ته ولېږدوي .
دپکتيا دعامې روغتيا رييس ولايت خان احمدزي وايي چې دوى دپکتيا  په لرو پرتو سيمو کې ددغه شان روغتونونود جوړول دکار په لارښود کې  لري
هغه وويل چې ددغو روغتونونو په جوړولو سره دپکتيا ټول اوسيدونکي به په معياري  روغتيايي خدمتونو لاسرسي  پيداکړي .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته