سیاست

جمهوررئیس غني طالبانو ته په خطاب کې: د سولې مذاکرات زموږ د خلکو غوښتنه ده نه د بهرنیانو، اوس پرېکړه ستاسو په لاس کې ده

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې٩
د افغانستان د اسلامي جمهورتی جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په يوه خبرې کنفرانس کې وویل: د حکومت یو اړخیز اوربند پای ته ورسېد او وسله وال ځواکونه د عملیاتو اجازه لري.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژنس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس چې په دې اړه د ځینو خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل: له دې سره جوخت به پر سیاسي پروسې هم کار روان وي او کله چې طالبان اوربند ته تیار وي، موږ هم چمتو یوو. هغه زیاته کړه: د امن سیمو طرحه د حکومت نه ده او هیڅ سیمه د امن سیمې په نامه چاته نه سپارل کېږي.
جمهوررئیس غني وویل، بین الافغاني مذاکرات لومړنی پړاو دی او موږ باید د سولې په اړه د کلیدی موضوعاتو لیست ته لاسرسی ولرو او له بېلابېلو قشرونو به د مذاکرې ټیم جوړ شي او موږ باید پر یوې حقوقي پروسې او ملي میکانیزم باندې پایلې ته ورسېږو.
هغه له پاکستان سره د مذاکراتو په اړه وویل، افغانستان او پاکستان درې اړخيز مناسبات لري او مهمه ده چې د طالبانو د ستونزې له حل وروسته دواړه هېوادونه څه ډول ګډ ژوند وکړي او افغانستان د اسیا څلور لارې په توګه د پاکستان لپاره څه رول لري.
د هېواد جمهوررئیس څرګند کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کاغذ توافقات رامنځته شوي او په دې برخه کې باید ګډ او جدي اقدامات وشي. هغه زیاته کړه، د تېرو ۴۰ کلونو سیاست باید بدلون وکړي او زموږ لپاره د افغانستان ملي ګټې معیار دى چې دا د متقابل احترام او اعتماد او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو پر بنسټ تحقق مومي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، دواړه هېوادونه باید موافقې ته سره ورسېږي چې همکارۍ په ځانګړې توګه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې څه ډول پراخېږي او د هر ډول شکمنو حرکتونو مخه باید ونیول شي.
هغه زیاته کړه: غواړو د تروریزم ستونزه اساسي حل کړو او دوه اړخیز مذاکرات د ثبات وسیله شي او د سولې داسې پلان ته ورسېږو چې د امنیت لامل شي.
جمهوررئیس غني وویل، پاکستان مرکزي اسیا ته اړتیا لري او د انرژۍ او ټولو مواردو په ګډون دغه ټولې اړتیا وې به یواځې د افغانستان له لارې هغه هېواد ته ممکن وي او زموږ موخه د باثباته سیمې لرل دي.
د هېواد جمهوررئیس د اوربند او سولې په اړه وویل، د حکومت له پیل څخه په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي ناستې شوي او اوس دغه بحث پر ملي سراسري اجماع او غوښتنه بدل شوی.
جمهوررئیس وویل: هماغه ډول چې د افغانستان ملت جهاد د چا په انحصار کې نه دی او په خلکو پورې اړه لري، د سولې پروسه به هم د چا په انحصار کې نه وي. له حزب اسلامي سره سوله لومړنی ګام و او هر ګام چې د سولې په اړه اخلو، د پلان او ستراتیژۍ پر بنسټ دی.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: بل ګام د سولې مذاکراتو پر طرحې اجماع ده او په دې برخه کې د جګړې برعکس، سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده او موږ د جګړې مقابل لوری تعریف کړی او اوس د سولې لوری هم تعریفوو چې له چا سره سوله کوو.
جمهوررئیس زیاته کړه، مشروعیت نیابتي نه دی، که څوک د ملت په استازیتوب خبرې کوي باید مشخص شي چې د کوم قانون او میکانیزم پر بنسټ د ملت په استازیتوب د خبرو کولو حق لري. د سولې په اړه تصمیم نیونه په ملت پورې اړه لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو په ستراتیژي کې د قوې استعمال موخه سوله او د باثبات او امن افغانستان لرل دي.
جمهوررئیس غني وویل، که د اوربند لپاره مود سولې  تړون لاسلیک ته سترګې پرلاره وو، نو تر نامعلومې مودې پورې باید د وینې تویدو د بندیدو منتظر وای او اوربند دغه بن بست مات او تحرک یې رامنځته کړ.
هغه زیاته کړه: له اوربند وروسته فضا بدلون وکړ او د سولې ولسي کاروان په ګډون ټولو قشرونو د اوربند د تمدید غوښتنه وکړه او زموږ صداقت، استقلالیت، نیت او اراده روښانه شوه چې یواځې افغانان کولی شي سوله، هوساینه او امنیت تامین کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: فساد، قانون ماتونه او جرم میراثي دي چې له پخوانیو لسیزو په میراث راپاتې دی، موږ کلکه اراده لرو چې د سولې په اړه انحصار له منځه لاړ شي او په دې برخه کې به معامله ونه شي او هیڅوک د ویتو حق نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د محدودو  کسانو پر ګټو د ملت ګټو ته ترجیح ورکړل شي
جمهوررئیس وویل، د سولې تړون په پټه نه شي ترسره کېدی، د افغانستان د سولې سیاست هم پرانیستی سیاست او د مذاکرې سیاست دی، د اوربند اعلام دیني او اسلامي مشروعیت لري.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د مذاکراتو په جریان کې د سولې پر طرحه بحث کېږي، خو د اوربند، سولې او د سولې د تړون ترمنځ توپیر اړین دی. هغه وویل خلک د سولې او همدارنګه د جګړې د ودرېدو غوښتونکي دي او اوس د دې وخت دی چې طالبان د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.
جمهوررئیس وویل: طالبان اوس  ولس، د افغانستان له دیني عالمانو، د اندونیزیا، پاکستان، د مکې او مدینې له خطیبانو او د اسلامي نړۍ له عالمانو سره مواجه دي، په دې اړه ورته فشارونه پر حکومت هم موجود وو، خو حکومت دغه فشار مسوولانه رفع کړ، اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول چلند کوي.
جمهوررئیس وویل، ما د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره په غونډو کې د سولې په اړه له دوی څخه  لیکلې طرحې غوښتي، خو تراوسه حکومت ته نه دي رسېدلې. هغه یو ځل بیا وغوښتل چې په دې اړه خپلې طرحې له حکومت سره شریکې کړي.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه د مذاکراتو د پیل پر مهال به د ټولو قشرونو نظرونه په پام کې نیول کېږي. هغه زیاته کړه د ټولو میراثي ستونزو سره سره موږ پر مثبت لوري حرکت کوو او د مسائلو د حل په حال کې یوو، زموږ د خلکو لومړنۍ غوښتنه د جګړې ختمېدل او سوله ده.
جمهوررئیس له طالبانوڅخه وغوښتل چې د سولې اراده وکړي او زیاته یې کړه، دا د عالمانو او ښځو په ګډون د بېلابېلو قشرونو د غوښتنو پر بنسټ افغاني فشار دی، نه بهرنی. اوس دا پرېکړه د هغو په لاس کې ده چې ولس وژني او که مثبت ځواب ورته وايي.#پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته