
کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر
پوځيان وايي د عملياتو په ترسره کولو سره د تخارد مرکز تالقانوښار ته څېرمه پر لسګونو پوځيانو د کلابڼدى کړۍ ماته کړه .
يوشمېر امنيتي مسوولين پرون کلابند شوي و .
د رارسېدلوخبرونوله مخې، پوځيان هلې ځلې کوي چې د طالبانو له شتون څخه د تالقانوښار د شاوخوا سيمو په پاکولو سره هغه سيمې چې طالبانو نيولي دي، بېرته ونيسي.
د تخار د پوليسو مسوول جنرال احمد شاه صالح چې خپله د طالبانوله خوا کلابند شوى و اوڅوساعته يې له يرغلګروسره جګړه وکړه باختراژانس ته وويل چې د تالقانوښار ته څېرمه وسله والوطالبانوته د سردروند زيان اړولى دى .
هغه وويل: هلې ځلې کوي دعملياتوپه پراختيا سره هغه سيمې چې طالبآنو نيولي دي بېرته ونيسي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخار زياتې سيمې اوس د وسله والوطالبانو تر ادارې لاندې دي .
په نويو هوايي بريدونو کې چې د تالقانوښار په شاوخوا سيموکې د طالبانو پر سنګرونو وشول ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
-ج-ا