خبرونهټولنه

په تخار او نیمروز کې زرګونو اړمنو کورنیو مرسته تر لاسه کړه

کابل، د لړم۸ مه، باختر

په تخار او نیمروز ولایتونو کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري پر ۸ زره ۷۶۲ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شوه.

د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د تخار په مرکز تالقانو کې پر ۷ زره او ۲۰۰ اړمنو کورنیو د ۴۳۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ووېشل شول.

د یو بل خبر له مخې د نیمروز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د OHA  او WFP موسسو په مالي ملاتړ پر ۱۵۶۲ اړمنو کورنیو خوراکي ووېشل شول، چې په کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او نور توکي شامل وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا