
کابل، د وري ۷ مه، باختر
د تخار او پکتیکا امنیتي مسوولین وايي، چې په دغو ولایتونو کې یې ۳ تنه د غلا په تور نیولي دي.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند مبین صافي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د تالقانو ښار د څلورمې امنیتي حوزې ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې یو تن د یو موټر د غلا په تور نیولی دی.
هغه زیاته کړه چې غلا شوی موټر یې بېرته خپل اصلي خاوند ته سپارلی دی.
د یو بل خبر له مخ؛ د پکتیکا په زرغون شهر ولسوالۍ کې یو تن د ۳ موټر سایکلونو د غلا په تور نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسان دوسیې له څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
جهانیار، ص