سیاست

دبهرنيو چارو وزارت دپاکستان سفير احضار کړ.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
دبهرنيو چارو وزارت دپاکستان سفير احضار کړ او يوځل بيايې د افغانستان په ختيځو سيمو دپاکستان دځواکونو د راکټي او توپچي بريدونو په باب يې د توضيحاتو غوښتنه وکړه.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دبهرنيو چارو وزارت معين ډاکتر نصير احمد انديشه نن په کابل کې دپاکستان سفير سيد ابرارحسين دبهرنيو چارو وزارت ته احضار کړ.
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت معين دکونړ ولايت د سرکاڼو ولسوالۍ دشانګري په سيمه او دغه راز دننګرهار ولايت دګوشتې په سيمو دپاکستاني ځواکونو د وروستيو راکټي او توپچي بريدونو چې دتيرو څو ورځو په بهير کې دوام درلود او د کونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په يوځنګل د اورلګيدنې او د يخنۍ په دې موسم کې دملکي وګړو دبې ځايه کيدو سبب شوى دى وغندل او په دې باب يې دڅرګندونو غوښتنه وکړه .
ده دغه راز د ډيورنډ کرښې ته څيرمه دمهمند ايجنسۍ دغني کمپ په سيمه کې دپاکستان د اردو د وروستيو پوځي تحرکاتو، ددغه هيواد په ټولو ايالتونو کې ديو زيات شمير افغانانو دنيولو او ځورونې او دلارويانو او دافغان سوداګرو پرمخ دتورخم او چمن د دروازو دتړل کيدو په باب خپله ژوره انديښنه څرګنده کړه او دافغان اتباعو دسملاسي خوشي کولو او ددغو دروازو دبيا پرانستلو غوښتنه يې وکړه په کابل کې دپاکستان سفير وويل چې دپاکستان د اردو وروستي تحرکات دتروريستي فعاليتونو او بنسټپالنې پرخلاف ترسره شوي دي.
ده زياته کړه چې دافغانستان دلوري داعتراض مراتب او انديښنې به دخپل متبوع هيواد له مقاماتو سره شريکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته