امنیت

درې طالبان په سمنګانو کې ونیول شول

۳۱- کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
پوځیانو تېره شپه په سمنګانو کې د وسله والو طالبانو درې غړي ونیول.
د سمنګانو د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د بغلان د ګبر دښتې اوسېدونکي او د روی دوآب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال مخدوم نبي الله افراد ملا رفیع الله، محمد فهیم او ملا عمر د دغه ولایت د ملي امنیت د منسوبینو د هلو ځلو په پایله کې ونیول شول.
د یو بل خبر له مخې:
په تېرو لسو ورځو کې له ۱۸ کلنی څخه ښکته اووه ماشومان چې د وسله والو طالبانو په لیکو کې یې فعالیت کاوه، ونیول شول.
ویل کېږي دغه ماشومان د ایبکو ښار په آغه پتو سیمه کې د سیمې د خلکو په همکارۍ او د ملي امنیت ریاست په هلوځلو سره ونیول شول او له هغه وروسته چې ژمنه وکړه نور د دښمن لیکو ته نه ځي، د سیمې د مخورو په ضمانت بېرته کورنیو ته یې وسپارل شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته