جلال آباد/دسلواغې۷مه/باختر
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په کشمنډ سیمه کې د څه د پاسه ۸ میلیونو افغانیو په لګښت ۴۸۰ متره استنادي دیوال ورغول شو.
د دره نور ولسوال ډاکټر هجرت ګردیوال وايي چې دیاد دیوال په رغول کېدو سره په کشمنډ سیمه کې سل جریبه ځمکه او پنځوس کورنۍ د سېلاوونو له ګواښ څخه وژغورل شوې دي.
پای/وصال