ورزش

د ملي کرکټ ټیم غړو ته روزنیز ورکشاب جوړ شو

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه / باختر
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسوولينو نن د ملي کرکټ ټيم د غړو لپاره يو روزنیز ورکشاب جوړ کړ.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک باختر آژانس ته وویل: په دغه ورکشاب کې په رسنیو کې د ورزشکارانو د ګډون، مصاحبې، د ټولنیزو رسنیو د کړو وړو د څرنګوالي، محدویتونو او د ورزش د اهميت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کېږي.
دغه ورکشاب د کرونا ویروس پر ضد د توصیو د عملي کولو په موخه په دوو پړاوونو کې جوړ شوی دی چې لومړى پړاو یې نن او دویم پړاو به یې دوه ورځې وروسته ترسره شي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته