امنیت

په سرپل کې یو ځوان د مور د وژنې په تور ونیول شو

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ پولیسو یو تن د خپل مور د وژلو په تور ونیوه. د سرپل د پولیسو ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چی دغه سړی د سانچارک ولسوالۍ د تبر په کلي کې له هغه وروسته چی مور یې ووژله؛ له ساحې څخه وتښتید چی نن سهار د سرپل په مرکزکی د پولیسو له خوا ونیول شو . د سرپل د ښځو چارو ریيسې وویل : قاتل په نشه یي توکو روږد دی او کله یې چې مور پیسې ورنه کړې او له ده سره یې لفظي شخړه وکړه، ده هم خپله مور په تیشې سره ووژله . څه موده مخکې هم یو هلک خپل پلار له لفظي شخړې وروسته د تومانچې په ډزو سره وواژه. پاى_شکریه خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته