سیاست

يوولس تنه دجمهوري رياست د انتخاباتو وروستى لست ته لاره وموندله

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٩
د انتخاباتوخپلواک کميسيون نن اعلام وکړچې دجمهوري رياست دکانديدانو لست ته يوولس تنه او درې سوه اتو تنو ښځوپه ګډون دوه زره اووه سوه ديارلس تنه د ولايتي شوراګانو په لست کې شامل شوي دي.
دباختر آژانس دخبرله مخې: دانتخاباتو خپلواک کميسيون د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دکانديدانو لست خپور کړ چې د انتخاباتي شکايتونو د اوريدو کميسيون پرون خپل کار بشپړ او نتيجه يې د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته وليږه.
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون غړى عبدالرحمن هوتک چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې؛ څرګنده کړه : دانتخاباتي شکايتونو کميسيون پرون خپل کاربشپړ او دهغه نتيجه يې د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره شريکه کړه چې په دې ترتيب يوولس تنه د جمهوري رياست د انتخاباتو دکانديدانو په توګه او د درې سوه اتو تنو ښځو په ګډون دوه زره اووه سوه ديارلس تنه د ولايتي شوراګانو د کانديدانو په توګه په انتخاباتي لست کې شامل شول .
دغه کميسيون پخوا لس تنه دجمهوري رياست داحتمالي کانديدانو په لست کې او د درې سوه اتو تنو ښځو په ګډون دوه زره اووه سوه څوارلس تنه د ولايتي شوراګانو دکانديدانو په لست کې شامل کړي وو. خو دانتخاباتي شکايتونو د اوريدو کميسيون يو تن بل هم دجمهوري رياست دکانديدانو په لست کې او څلويښت تنه نوريې د ولايتي شوراګانو دکانديدانو په لست کې شامل کړ.
په داسې حال کې چې شپږ اويا تنه نور د بېلابېلو دليلونو له امله له ابتدايي لست څخه حذف شول .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون غړى عبدالرحمن هوتک هم تاييد کړه چې محمد داوود سلطان زوى دجمهوري رياست د کانديدانو په لست کې شامل شوى دى. سلطان زوى پخوا د دوه ګونې تابيعت د دليل له امله په ابتدايي لست کې شامل شوى نه و .
پخوا استاد عبدالرب رسول سياف، اشرف غني احمدزي، ډاکترعبدالله عبدالله، عبدالقيوم کرزى، محمدنادرنعيم ،ګل آقا شيزوى ،ډاکتر زلمى رسول، عبدالرحيم وردګ ، قطب الدين هلال او هدايت امين ارسلا د جمهوري رياست دکانديدانو په لست کې شامل شوي وو .
ټاکل شوې ده دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات د ١٣٩٣ کال د وري د مياشتې په ١٦ نيټه ترسره شي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون ټينګار کوي چې تراوسه درې اعشاريه يو مليون تنه د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي .
دکانديدانو د لست په بشپړيدو سره په نږدې راتلوونکې کې به د انتخاباتو دکانديدانو انتخاباتي مبارزې پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته