فرهنګ

دافغانستان په ختيځ کې خبريالانو ديو افغان خبريال شهادت وغانده .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دافغانستان په ختيځ کې خبريالانو  او دخبريالۍ دحقوقوځينو مدافعو بنسټونو دافغانستان ديوه سيمه ئيز خبريال شهادت وغانده .
دوى نن په جلال اباد ښار کې په يوه غونډه کې له دولت څخه وغوښتل چې دخبريالانو دامنيت دتامينولو او په هيوادکې درسانه يي فعاليت لپاره دمناسبې فضا دبرابرولو  په برخه کې  زياتې هلې ځلې وکړي
دسپين غر  په نامه دسيمه ئيزې راډيو خبريال عاقل وقار تيره شپه د ننګرهار ولايت په بټې کوټ ولسوالۍ کې دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې شهيد کړى شو .
دازادو خبريالانو داتحاديې مسوول لعل پاچا ازمون له دولت څخه وغوښتل چې ددغه خبريال دشهادت عاملين وپيژني او دقانون منګولو ته يې وسپاري .
ددغې غونډې  برخه والو په خبريالانو بريدچې دنده يې يواځې  دپيښو  او حقايقو منعکس کول دي وغانده او هغه يې دازادۍ ددښمنانو کار وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته