خبرونهورزش

په کندز کې د يو شمېر ولايتونو د ورزشکارانو تر منځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د بغلان ولايت د بدني روزنې او د ورزش آمریت په کوربه توب پرون د فوټبال سيالۍ شوې.

په دغو سیالیو کې د ملکي او نظامي ادارو د مسوولینو په ګډون سلګونو ځوانانو، د فوټبال مينه والو او خبريالانو برخه اخيستې وه.

د کندز د بدني روزنې او ورزش آمر محمد قيوم رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د فوټبال دغه سيالۍ د فوټبال فدراسيون له خوا د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د سمنګان، بغلان، بدخشان او د کندز د ولايتونو ترمنځ ترسره شوې.

هغه زياته کړه، دغه سيالۍ د فدراسيونونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت، د ولايتي کارکوونکو د روزنې او د کندز ښاريانو ته د سالمې تفريح د جوړولو په موخه پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې، د فوټبال فدراسیون د کندز د بدني روزنې او ورزش  ریاست په همکارۍ په نږدې راتلونکي کې د شمال ختیځو ولایتونو او د غزني او بامیان ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره کړي.

په همدې حال کې د فوټبال دوو ورزشکارانو د کندز د بدني روزنې او ورزش له ریاست څخه د دواړو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالیو د تنظیمولو له امله مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دغه سیالۍ کې د کندز د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په حاجي جاپان مشهور حاجي شمس الدین ملي سوداګر په مالي مرسته ترسره شوې او ۳ ورځې به دوام وکړي.

 

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته