امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ دمرګانيو نښتو دوام

کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه
دافغانستان په ختيځ  کونړ ولايت کې دطالبانو او داعشيانو د ډار اچوونکو ډلو ترمنځ نښتې  هماغه شان دوام لري .
  په نويو نښتو کې  درې تنه داعشيان او دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه غړي وژل شوي دي .
  دغه نښتې  له دريو ورځو راپديخوا دکونړ ولايت دنورګل ولسوالۍ  په ځينو سيمو کې  دوام لري .
  د ٢٠١ سيلاب قول اردو  يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې ددغو دوو ډار اچوونکو ډلو ترمنځ نويو نښتو کې  درې تنه داعشيان او دوه تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې دغو دوو ډار اچوونکوډلو دعشر په نامه   له خلکو  څخه دراټول کړى شويو پيسو دويش پرسر او هم دواکمني غوښتنې  په خاطر په جګړو لاس  پورې کړى دى .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته