کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠
په کونړ ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه پرون د دغه ولايت د ناړې ولسوالۍ په تګلورى کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ پيکپ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې د دريو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون اووه تنه ملکي وګړي ووژل شول او درې تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
سيدخيل تاييدکړه چې زياتره قربانيان د يوې کورنۍ غړي وو چې غوښتل يې د خپلو خپلوانو د کتنې په مقصد د دغه ولايت مرکز اسعد آباد ښار ته لاړ شي.
0 1 دقیقه لوستل