
کابل باختر دزمري شپږمه
په تخار ولايت کې سږ کال دغنمو په حاصلاتو کې داوبو دکمښت له امله په سلوکې پنځه ويشت کمښت راغلى دى .
دتخار ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست مسوولين وايي دغه کمښت دابي ځمکو په کرکيله کې رامنځته شوې ده خو للمي کروندو حاصلات يوڅه ښه و .
دتخار ولايت دکرنې اواوبولګولو رييس محمد سالم ساعي باختراژانس ته وويل چې دغنموحاصلات دتيرکال په پرتله کمښت موندلى دى خو د باران اورښتونو للمي کروندو ته ګټه رسولې ده او دنخودو، کنجدو ، نسک ، هنډوانو اودخټکيو حاصلات ښه و .
يوشمير بزګران وايي چې داوبو دکمښت له امله دوى زياتره نخود ، لوبيا ،نسک ، مى ، هنډواڼه اوخټکي کرلې دي خو دغنمو دکرلو په نسبت يې زيان کړي دي او دوى له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له دوى سره مرسته وشي .
يوتن بزګر وايي سږ کال په خپل وخت باران ونه اوريد له همدې امله ددوى حاصلات ښه نه و .
ختم_ ج _اکرم