کابل باختر دمرغومي لسمه :
په چاوديدونکو توکو بار يو موټرتېره شپه دپکتيکا ولايت په مربوطاتوکې د سيمه ئيزو پوليسوله خوا له پيژندلو وروسته ضبط کړى شو.
د پکتيکا د والي مرستيال عطاالله فضلي باخترآژانس ته وويل: طالبانو څوټنه چاوديدونکي توکي په ماهرانه ډول په يو بار وړونکى موټرکې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل چې کابل ته يې وليږدوي؛ دپکتيکا ولايت دارګون او سرروضې دلارې په اوږدوکې د سيمه ئيزو پوليسوله خواکشف اوضبط شو.
د سيمه ئيزو پوليسو قوماندان عزيز الله کاروان وويل: دغه موټر د حقاني دشبکې د افرادو له خوا له ميرامشاه څخه بار شوى و او کابل ته ليږدول کيده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ