نړۍ

په شمالي وزيرستان کې ځانمرګى بريد

ميرامشاه باختر دليندي اته ويشتمه :
دشمالي وزيرستان دقبايلي سيمې په مرکز ميرامشاه کې د پرونى ځانمرګى بريد له امله څه ناڅه پنځه تنه پاکستاني عسکر ووژل شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې: يوه ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکوبارخپل موټر د ميرعلي ښارګوټى دپلټڼې په يوه پوسته کې وچاوه چې له امله يې پنځه تنه  ووژل شول او څلور ديرش تنه نور ټپيان شول .
يوه جګپوړى امنيتي مامور وويل چې ځانمرګى يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر هغه وخت دغې پوستې ته داخل کړ او ويې چاوه چې امنيتي مامورين دماښام دلمانځه د اداکولو په حال کې وو چې د پنځو تنو عسکرو دشهادت سبب شوه .
په دې  بريدکې د پلټنې پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې او ټپيان له کنډوالو څخه ايستل شوي دي.
ددغې پيښې د څلورديرشو تنو ټپيانو له جملې څخه اته ويشت تنه يې عسکر او شپږ تنه نور يې د سرحدي پوځ ځواکونه دي چې له حکومتي پوځي ډلو سره يوځاى په قبايلي سيموکې دنده ترسره کوي .
د انصارالمجاهدين په نامه دياغيانو کوچنۍ ډلې چې د پاکستاني طالبانو له تحريک سره تړاو لري؛ له دغه بريد څخه څوساعته وروسته مسووليت يې په غاړه واخيست .
ويل شوي دي چې دغه بريد ددغې ډلې دپخواني مشرحکيم الله محسود د وژل کيدو دغچ اخيستنې په خاطرشوى دى .
وسله والو طالبانو او د القاعده پورې اړوندو ياغيانو په دې وروستيو وختوکې دپاکستان په امنيتي ځواکونو او حکومتي هدفونو باندې په سلګونو بريدونه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته