ټولنه

په ننګرهارکې دغاصبانوله منګولوڅخه دلسګونو جريبه ځمکې بېرته ترلاسه کول

کابل باختر د سلواغې پنځمه
په ننګرهار ولايت کې په لسګونو جريبه ځمکه د غاصبانو له منګولوڅخه بېرته ترلاسه شوه.
د جلال آباد ښاروالۍ د امنيتي مامورينو په همکارۍ هڅه کوي چې د غاصبانو  په واسطه په زرګونو جريبه غصب شوې ځمکه ترلاسه کړي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په نوي اقدام کې دکوټ په ولسوالۍ په لسګونو جريبه ځمکه د غاصبانو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې د ښاروالۍ د کارکوونکو د امنيتي مامورينو په همکارۍ په دغو ځمکو کې جوړ شوي تاسيسات ويجاړ کړي او ځمکې يې بېرته ترلاسه کړې دي
د ننګرهار ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې په دغه ختيځ ولايت کې د غاصبانو په واسطه د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کېدو بهير دوام لري .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته