امنیت

په لغمان کې دډاراچونې ضد عمليات پيل شول

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٠:
په لغمان ولايت  کې دډار اچونې ضد پوځي عمليات پيل شول
دغه عمليات دشفق دعملياتو په ملاتړ نن سهار دملي اردو ، ملي پوليسو او دکوماندو دځواکونو په گډون پيل شوي دي.
دکوماندو د ځواکونو وياند احمد جاويد سليم باخترآژانس ته وويل  چې په دغو عملياتو کې به  دډاراچوونکوپه سنګرونو مسقيم بريد وشو.
ده وويل ؛ په دې وروستيو وختو کې دلغمان ولايت  ختيځې او جنوب ختيځې سيمې په دې وروستيو وختو کې  دډاراچوونکو ډلو دشتون اوفعاليت ډګر و.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې شپږو تنو وسله والوطالبانو ته  په لغمان ولايت
کې له پوځيانو سره د جګړې په بهيرکې  مرګ ژوبله واوښته .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په اليشنګ ولسوالۍ  کې بريد وشو.،
دلغمان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وايي چې په دې نښته کې  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودرې تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي په دې  جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته