سیاست

دعدليې وزير : له دې وروسته قوانين په بدو کې دنجونو دورکولو اجازه نه ورکوي .

کابل باختر د وږي  دريمه :
دعدليې وزير نن داروپا  داتحاديې دپوليسو دقانون دواکمنۍ دبرخې  له رييس سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې له دې وروسته قوانين په بدو کې دنجونو ورکولو ته جازه نه ورکوي .
دباختراژانس دخبر له مخې دعدليې وزير ډاکتر عبدالبصير انور داروپا داتحاديې دپوليسو دقانون دواکمنۍ دبرخې له رييس  ښاغلي لوونبرګ سره په کتنه کې وويل له بده مرغه  په ځينو افغاني جرګو کې په بدو کې دنجونو دورکولو موضوع مروجه ده چې له دې وروسته به موږ په قوانينو کې دې کار ته اجازه ورنه کړو او دجرګو چارواکي هم بايد تحريف  شي چې کوم کسان په جرګه کې ګډون وکړي  .
  ده ټينګار وکړ هغه څه چې دبشر حقوق  تر پښو لاندې کړي  هيڅکله اجازه ورته نه ورکوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته