ورزش

په پنجشير سيندکې د امريکايانو بيړۍ چلونه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣
په پنجشير سيندکې نن بيړۍ چلونه وشوه .
د پنجشير ولايت د ورزش رييس محمود قاسمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دريو تنو امريکايي بيړۍ چلوونکو په پنجشير سيندکې بيړۍ وچلوله.
ده وويل چې دغو بهرنيو بيړۍ چلوونکو د پنجشير ولايت له مرکز بازارک څخه د دغه ولايت تر شتل ولسوالۍ پورې بيړۍ وچلوله.
ده څرګنده کړه چې بيړۍ چلوونکو د پنجشير سيند د سمندري لوبو په تېره بيا د بيړۍ چلونې لپاره مناسب وباله .
ويل کيږي چې دغه بيړۍ چلونه دپنجشير ولايت د ورزش له ادارې سره په همغږۍ کې ترسره شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته