ټولنه

دخان ولي عادل پروګرامونه اودښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دبندولو دعالي کميسيون داووه شپيتمې غونډې هدفونه بيان شول.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٨  :
خان ولي عادل وايي  چې دپخوا په شان په هېوادکې په بدو کې دنجونو دورکولو اوپه بدل کې دنجونو  دورکولو پرخلاف  خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
دهېواد دغه ځوان چې  له شپږو مياشتو راپه دې خوا يې په بدو کې دنجونو د ورکولو اوپه بدو او بدل کې دنجونو دورکولو  دفرهنګ دټغردټولولو په خاطر   په کابل کې  دتحصن خيمه درولې وه  ، نن په يوه خبري غونډه کې چې دښځو دچارو په وزارت کې جوړه شوې وه  دتحصن دخيمې  دراټولولو خبر ورکړ او ويې ويل چې له دې وروسته  دښځو اودنجونو دحقوقو داعاده کولو په لاره کې  عملي مبارزه پيلوي.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دغه خبري غونډه  دخان ولي عادل دتحصن دپاى ته رسولو  او دښځې پرخلاف  دتاوتريخوالي دبندولو دعالي کميسيون د اووه شپيتمې غونډې دجوړولو په برخه کې   دښځودچارو دوزارت له خوا جوړه شوې وه .
په دې خبري غونډه کې دښځو دچارو وزيرې دلبرنظري دخان ولي عادل ددغه اقدام درناوى وکړ او ويې ويل ؛ دهېواد دهروګړي مسووليت دى چې دنجونو او ښځو دحقوقو داعاده کولو لپاره هڅه او هاند وکړي او په هېواد کې دناوړو دودونوپه وړاندې چې داسلام دمبين دين دحکمونوپرخلاف دي  خپل غږپورته کړي.
دښځو دچارو وزيرې څرګنده کړه  چې دغه وزارت دښځو او نجونوپرخلاف دتاوتريخوالي دفرهنګ دپاى ته رسولو لپاره له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه    نه کوي اوپه دې لاره کې   دديني عالمانو ، قومي مشرانو ، دولتي بنسټونو ، مدني ټولنې  او دځوانانو همکاري غواړي.
په دې  غونډه کې د حج او اوقافو وزارت استازي ، دبشر دحقوقو د کميسيون  خپلواکې کميشنرۍ قدريې يزدان پرست اودځوانانو دپارلمان رئيس اقامحمد قريشي په هېواد کې دښځې پرخلاف دتاوتريخوالي دکچې او هم ددغې غيرانساني اوغيراسلامي پديدې دبندولو لپاره  داغيزمنو لارو چارو په اړوند خبرې وکړې.
په دې غونډه کې  خان ولي عادل  وويل  چې دنجونو اوښځو دحقوقو داعاده کولو لپاره دافغانستان په ګوټ  ګوټ کې خپلې مبارزې ته پراختيا ورکوي او په دې کار کې دهمکارۍ په  خاطر   ١٥٠ تنو ځوانانوله ده سره ژمنه کړې ده.
ددغې غونډې په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات خبرې وکړې او ويې ويل  چې دهېواد دبيلابيلو برخو پرمختګ او ترقي  زموږ دخلکو په تيره بيا  دځوانانو اصلي دندې دي او دغه هېواد يوازې  دنجونو او هلکانوپه  ګډون د ځوانانو په پياوړو مټوسره دترقۍ اوپرمختګ لوړو  پوړيو ته رسيږي او دميندو اوپلرونو او دټولو کورنيو  په تيره بيا د ځوانانو مسووليت دى  چې اصلاح له ځانه پيل کړي او ديو بل دحقوقو  درناوى وکړي ، دخپلې مور ، خور ، پلار او ورور درناوى وکړي او يو بل ته هغه حقوق روا وبولي چې داسلام مبين دين پرې ټينګار کړى  دى.
ډاکتر کمال سادات دخان ولي عادل  دغه حرکت وستايه  او هغه يې په هېواد کې دښځو او نجونو دحقوقو داعاده کولو په لاره کې دمبارزو ځوانانو بيلګه وبلله  اودميړانې لونګۍ يې چې  ديوشميرځوانانوله خوا برابره شوې وه دده په سر کيښوده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته