اقتصاد

ولسي جرګې د ۱۳۹۹مالي کال ملي بودجه تصويب کړه

کابل/ د سلواغې۲مه/ باختر
په ولسي جرګه کې د خلکو استازو نن د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې طرحه تصویب کړه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده چې له دې جملې څخه ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ يې پراختیایې (۶۴ میلیارده افغانۍ اختیاري او ۷۵ میلیارده افغانۍ غیر اختیاري) بودجه جوړوي.
د مالیې وزارت مشرتابه د ملت له استازو څخه د ملي بودجې د طرحې د تصویبولو له امله مننه کوي.
د مالیې وزارت هڅه دا ده چې له بودجوي واحدونو سره په همکارۍ د پراختیایي بودجې لګښت، د موثریت، مثمریت او پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پام وړ زیات کړي.#
پاى/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته