امنیت

دپوځيانو عمليات ډير ژر په غزنې کي پيلېږي .

کابل باختر د سلواغې  څوارلسمه :
په غزني ولايت کې دولسواليو دبيرته نيولو په موخه پراخ پوځي عمليات ډير ژر پيلېږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه  مطلب دغزني والي وحيد الله کليمزي  په جنوب ختيځ  زون کې دچټک ملاتړ دځواکونو له قوماندان جنرال  ادميرال  سره په کتنه کې  چې دغزني  دامنيتي حالت  دڅيړنې او دعملياتو دترسره کولو لپاره   غزني ښار ته تللۍ و بيان کړ او ويې ويل چې دغزني ولايت دولسواليو دامنيت دتامينولو لپاره زيات ځواکونه جذب  او  روزل شوي دي .
دغزني دولسواليو په تيره بيا  دخواجه عمري  ، اندړو او د دره قياق دولسواليو دبيرته نيولو دعملياتو دترسره کولو  لپاره لازم تدبيرونه نيول شوي دي .
  ده ددغو عملياتو دترسره کولو لپاره دچټ:ملاتړ دځواکونو دهمکاريو غوښتوونکي شو .
په دې کتنه کې جنرال ادميرال په  دغه ولايت کې له ميشتو  ځواکونو څخه  دسمبال او ملاتړ  لپاره دچټک  ملاتړ دځواکونو دهر اړخيز ملاتړ له لپاره ژمنه وکړه .
په دې کتنه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان ،  دغزني امنيه قوماندان ،  دملي امنيت رييس او نور مسوولانو هم ګډون کړى و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته